دوشنبه, اکتوبر 12, 2026
Homeافغانستانمجاهد: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو پیلوونکی خپله پاکستان و

مجاهد: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو پیلوونکی خپله پاکستان و

د طالبانو حکومت وباند ذبیح الله مجاهد وایي، موږ په پوره صراحت اعلان کوو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو پیلوونکی خپله پاکستان و.

مجاهد وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناامنۍ لامل هم د پاکستان پوځي کړۍ دي. د ده په وینا دا چې نه یې دي غوښتي د دواړو هېوادونو ستونزو د خبرو، مذاکراتو یا منځګړیتوب له لارې حل شي، په دې کې هم پاکستان ملامت دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د دې ستونزو لپاره د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوو، ځکه دوی د مسایلو حل غواړي خو د پاکستان پوځي کړۍ په دې وضعیت کنټرول لري او خپلمنځي مذاکرات یې سبوتاژ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here