یکشنبه, اکتوبر 11, 2026
Homeپښتونخواپېښور کې د سړکونو تړل کېدو له امله د چټک بسونو خدمت...

پېښور کې د سړکونو تړل کېدو له امله د چټک بسونو خدمت ځنډېدلی

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د تحریک انصاف ګوند د اعتراضي لاریون او امنیتي وضعیت له امله د چټک بسونو خدمات په موقتي ډول ځنډول شوی او د لاریون د مخنیوي لپاره په ځینو مهمو لارو کې کانټینرونه ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، کانټینرونه د سوا بي انټرچېنج او د ایم‌ـ۱ موټروې پر یوه مهم پله هم اېښودل شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند لاریون د عمران خان د خوشې کېدو لپاره پیل شوی او مشري یې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي کوي.

اپرفدي خبرداری ورکړی، که پر خیبر پښتونخوا د والي حکومت یا بېړنی حالت نافذ شي، لاریون به پېښور ته واړوي او وروسته به تر اسلام‌اباده دوام ورکړي.

دا کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په تړاو د بېړني حالت یا د والي د حکومت د لګولو احتمال ارزوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here