د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وايي، د ایالت پالیسۍ به له اسلاماباده تنظیمېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به د ایالتي حکومت لومړیتوب وي.
د کنډي په وینا، «د پښتونخوا تګلارې (پالیسۍ) پخوا له اسلاماباد نه، بلکې له افغانستان (کابل او جلالاباد) ټاکل کېدې. له دې وروسته به داسې نه کيږي.»
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د وفاق او ایالت ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي ورځې تېرې شوې دي او اوس به له مرکزي حکومت سره همکاري پیاوړې کړي.
د خیبر پښتونخوا والي زیاته کړې چې د پولیسو د معاشونو د لوړولو هڅې به وکړي، څو د نورو ایالتونو له معاشونو سره برابر شي. د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو د وژل شویو غړو کورنیو ته به هم غوره مرستې او امتیازات ورکړل شي.
هغه ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پولیسو ته لس زغرهوال موټرونه هم سپارلي دي.
کنډي ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا خلک سوله، ثبات او پرمختګ غواړي، نه جګړه او د مخالفت سیاست.

