دوشنبه, اکتوبر 12, 2026
Homeامنیتاسحاق ډار: پاکستان په ترهګریزو پېښو کې ۵۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی

اسحاق ډار: پاکستان په ترهګریزو پېښو کې ۵۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو له حکومت غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد د تایید وړ اقدامات وکړي چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

ډار په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، تېر کال یې افغانستان ته درې سفرونه کړي او د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو، ملا حسن اخوند، عبدالسلام حنفي او امیرخان متقي سره یې لیدلي دي.

هغه ویلي، د سوداګرۍ، اقتصادي چارو، کډوالو او سیاسي مسایلو په ګډون یې له طالب مشرانو سره د هغوی پر ټولو غوښتنو هوکړه کړې وه، خو یوازنۍ غوښتنه یې دا وه چې د افغانستان خاوره دې د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د پاکستان، پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې په ترهګریزو پېښو کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او نږدې ۵۰ میلیارده ډالره زیان یې لیدلی دی.

ډار د طالبانو حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د سفیر تر کچې لوړولو او د افغانستان له لارې د ترانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې د امکان‌سنجونې پر هوکړې هم خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت بیا په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here