د سعودي عربستان د عمومي تفریحي ادارې مشر ترکي آل الشیخ وايي، د مکسیکو مشهور بوکسر ساول کانیلو الوارز به د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د وروستیو بریدونو سربېره، د اکتوبر پر ۳۱مه له کریستیان امبیلي سره د اتلولۍ سیالي ترسره کړي.
آل الشیخ ویلي، الوارز ورسره په اړیکه کې ډاډ ورکړی چې په ټاکلې نېټه به سیالۍ ته حاضر شي.
الواريز، چې پخوا دوه ځله د سوپر منځني وزن د ټولو مهمو اتلولیو یوځای ګټونکی شوی، د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې له ټېرنس کرافورډ تر ماتې وروسته لومړي ځل لپاره بېرته سیالۍ ته ستنېږي.

