یکشنبه, اکتوبر 11, 2026
Homeامنیتشهباز شریف د ریاض پر هوايي ډګر برید غندلی، له سعودي عربستان...

شهباز شریف د ریاض پر هوايي ډګر برید غندلی، له سعودي عربستان یې د ملاتړ ژمنه کړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر برید په کلکه غندلی او د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره یې د پیوستون اعلان کړی دی.

شریف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پر ملکي وګړو او مهمو بنسټونو بریدونه د منلو وړ نه دي او د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د سعودي عربستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ ته ژمن دی.

دا په دسې حال کې ده چې تېره شپه په ملک خالد نړیوال هوایي ډګر د حوثیانو په توغندیز برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۹ ټپیان دي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here