شنبه, اکتوبر 10, 2026
Homeافغانستانبنګله‌دېش د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې وکړې

بنګله‌دېش د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې وکړې

بنګله‌دېش د افغانستان پر وړاندې د یوازنۍ ټېسټ لوبې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې.

تنزید حسن د بنګله‌دېش په ګټه تر ټولو ډېرې ۸۳، شادمان اسلام ۶۷ او لېټن داس ۵۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره محمد سلیم صافي څلور، یمین احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ د منډو په ځواب کې توپ وهنه پیل کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here