د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پولیس سهار وختي د دغه ګوند د غړو پر کورونو چاپې وهلي.
دغه ګوند په اېکس کې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان او د ولسواکۍ پلوه منتخب حکومت لېرې کول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای پر تحریک انصاف د فشار راوړلو هڅه بللې ده.
تحریک انصاف ویلي، په دغه ایالت کې د بېړني حالت د پلي کولو موخه د عمران خان پر مشرۍ د دغه ګوند د غړو ترمنځ د وېرې خپرول دي، نه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه.

