شنبه, اکتوبر 10, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ: د نوبل د سولې جایزې نه راکول ناروې ته د شرم...

ټرمپ: د نوبل د سولې جایزې نه راکول ناروې ته د شرم داغ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې نه ګټلو له امله پر ناروې او د نوبل پر کمېټې نیوکه کړې او د جایزې د نه ورکړې پرېکړه یې شرموونکې بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د اکتوبر په ۹مه د نیویارک په سیراکوز ښار کې یوې غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالتونو چې دی یې د ولسمشر په توګه استازیتوب کوي، باید د نوبل د سولې جایزه ګټلې وای، خو دا کار ونه شو.

هغه د ناروې پر وړاندې د نیوکې پر مهال وویل، دغه پرېکړه د دې هېواد پر مخ نه پاکېدونکی داغ دی او زیاته یې کړه چې د نوبل د سولې جایزه د څو «افراطي ایډیالوګانو» له امله خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوي پیلای چې د جرمونو د نړیوالې محکمې پخوانۍ قاضي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ مشره ده، «نااشنا څېره» وبلله او ویې ویل چې دی یې نه پېژني.

نوموړي ادعا وکړه چې څو نړیوالو جګړو د مخنیوي لپاره یې رول لوبولی دی. هغه همداراز وویل چې د ایران او روسیې او اوکراین جګړې به هم ژر پای ته ورسوي.

د نوبل د سولې جایزه سږ کال ناوي پیلای ته د نړیوال قانون او سولې د پیاوړتیا په برخه کې د هغې د هڅو له امله ورکړل شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here