د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا کړې چې له ایران سره په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو او سرتېرو اصلي زیانونه تر رسمي اعلان شویو شمېرو ډېر دي.
عراقچي پر اېکس لیکلي چې د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت د راپور له مخې، په ایران کې د امریکا په عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۱ پوځي الوتکې له منځه تللې یا زیانمنې شوې دي؛ خو د ده په وینا، اصلي زیانونه تر دې هم ډېر دي.
هغه همداراز ویلي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) یوه سناتور ته د پوځي اډو د کتنې اجازه نه ورکوي او پوښتنه یې کړې چې که دغه اډې خوندي وي، نو ولې یې د کتنې مخه نیول کېږي.

