د امریکا او ایران ترمنځ په نیویارک کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقیمې خبرې شوې دي.
د امریکا NBC News د امریکايي، ایراني او د منځني ختیځ د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن غواړي له تهران سره هره احتمالي هوکړه د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر مهمو پاتې مسئلو تمرکز وکړي.
د راپور له مخې، ایران وړاندیز کړی چې امریکا دې د اوو ورځو لپاره د بندیزونو په لرې کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو پیل وکړي او په بدل کې دې ایران د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، خو د اټومي پروګرام په اړه خبرې به وروسته ترسره شي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه وړاندیز رد کړی او واشنګټن غواړي د هرمز تنګي له مسئلې سره یوځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم خبرې وشي.

