چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
Homeافغانستانامیر خان متقي له چینايي ځانګړي استازي سره د افغانستان او چین...

امیر خان متقي له چینايي ځانګړي استازي سره د افغانستان او چین پر اړیکو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د وزارت په وینا، متقي د افغانستان په اړه د چین له «رغنده او متوازن» دریځ مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده.

چینايي ځانګړي استازي هم د کابل او بیجینګ اړیکې مثبتې بللي او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری شریک کړی دی.

یو شیاویونګ د سیمه‌ییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here