پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeسینماد هند مشهور فلمي اداکار نانا پاتیکر د ۷۵ کلونو په عمر...

د هند مشهور فلمي اداکار نانا پاتیکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

د هند مشهور فلمي اداکار نانا پاتیکر د ۷۵ کلونو په عمر په ګوا ایالت کې مړ شوی دی.

هندي رسنیو نن د اکتوبر پر ۸مه راپور ورکړی چې پاتیکر د ګوا په ډونا پاولا سیمه کې په خپل کور کې بې‌هوښه وموندل شو او وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د منیپال روغتون د معلوماتو له مخې، ډاکټرانو شاوخوا ۴۵ دقیقې د هغه د ژغورلو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول. د مړینې لومړنی لامل یې د زړه حمله ښودل شوې.

نانا پاتیکر د هندي او مراټهي سینما له پېژندل شویو لوبغاړو و. هغه په «پرېندا»، «کرانتي ویر»، «اګني ساکشي»، «اب تک چپپن»، «ویلکم» او «نټسمراټ» په څېر فلمونو کې مهم رولونه لوبولي وو.

نوموړي د خپل هنري فعالیت په ترڅ کې درې ملي سینمایي جایزې ګټلې وې او په ۲۰۱۳ کال کې ورته د هند «پدم شري» دولتي مډال هم ورکړل شوی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here