د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د «نړیوالې جنایي محکمې» له لوري د طالبانو حکومت د مشر او د یو شمېر چارواکو د نیولو امر په کلکو ټکو ردوي.
بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه اقدام د افغانستان د ملي حاکمیت او خپلواکۍ او د دولتونو په چارو کې د نه لاسوهنې له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
عبدالقهار بلخي د نړیوالې جنایي محکمې چلند «انتخابي او سیاسي» بللی او ویلي یې دي چې د دغې محکمې په اړه د افغانستان په اړه شوې قضايي پریکړې د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د دوی د مشرانو پر وړاندې د نیولو د امر صادرول د افغانستان په اړه د نړیوالو قضايي بنسټونو اعتبار ته زیان رسوي.
بلخي ویلي چې د طالبانو حکومت به د خپلو مشرانو او چارواکو پر وړاندې دغه ډول اقدامات ونه مني.

