د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د بېلابېلو هېوادونو مشران د ایران د جګړې په تړاو ورسره اړیکه نیسي او د امریکا له اقداماتو مننه کوي.
ټرمپ ویلي: «زه تل د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو تلیفونونه ترلاسه کوم چې د ایران د جګړې له امله رانه مننه کوي. ما هم ورته وویل: ډېر ښه، نو بیا د دې جګړې لګښت به څوک درکوي؟»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو میاشتې مخکې هم په خپلو یو لړ څرګندونو کې پر دې ټینګار کړی و چې نور هېوادونه باید د هغو پوځي اقداماتو او تجهیزاتو په برخه کې مالي ونډه واخلي چې امریکا یې لګښت ورکوي او یو ځل بیا یې د پوځي اقداماتو د لګښت پوښتنه مطرح کړې.

