د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو ترڅنګ، د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمهییز اتصال، انرژۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي همکاریو بدل شي او د روسي پانګونې، کانونو، انرژۍ او بانکي او تادیاتي اسانتیاوو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک هم ویلي چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب شرایط برابر شوي او مسکو چمتو دی له افغانستان سره په ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې ګډ کار پراخ کړي.
اوورچوک د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه کړې او د لا ډېرو عملي اقتصادي همکاریو د رامنځته کېدو هیله یې څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه یې روسیه یوازنی هېواد دی چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

