چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
Homeافغانستانسلیمان اشنا: ګوترېش دې د پاکستاني پوځ د ترهګریزو کړنو په اړه...

سلیمان اشنا: ګوترېش دې د پاکستاني پوځ د ترهګریزو کړنو په اړه هم حساب‌ورکونه وغواړي

افغان پېژندل شوي ژورنالېست او د امریکا غږ پښتو څانګې پخواني ویاند سید سلیمان اشنا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیله د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې د پاکستان پوځ په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ ملکي وګړي وژلي او ۵۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

اشنا له ګوترېش پوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه چې د بشري حقونو د ساتنې لپاره د یوه سازمان مشري کوي، ولې د پاکستان له حکومت سره د چلند پر مهال د دغه هېواد د پوځ د کړنو حساب نه غواړي.

هغه همداراز پوښتنه کړې چې ایا ګوترېش له پاکستانه د هغو وسله‌والو ډلو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوملړ کې شاملې دي.

اشنا په خپله لیکنه کې د القاعدې، داعش خراسان، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان، لشکر جهنګوي او څو نورو ډلو نومونه اخیستي دي.

ښاغلي اشنا دا څرګندونې داسې مهال مطرح کړي چې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې موارد ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان د ستونزو د حل یوې سرچینې په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here