د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره لیدلي او د افغانستان په ګډون یې پر یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان، فلسطین، جمو او کشمیر، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نړیوال امنیت په اړه بحث شوی دی.
ډار ګوتریش ته د کشمیر او د سند اوبو تړون په اړه د پاکستان دریځ بیان کړی او ویلي یې دي چې د شخړو د حل لپاره خبرې او ډیپلوماسي تر ټولو اغېزناکې لارې دي.
نوموړي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا په ګډون د پاکستان ډیپلوماټیکو هڅو ته هم اشاره کړې ده.
بلخوا، ګوتریش د ملګرو ملتونو په برخه کې د پاکستان ونډه او د خبرو، منځګړیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دغه هېواد هڅې ستایلې دي.

