د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي، پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د طالبانو د حکومت تر ټولو څرګند او پیاوړی ملاتړ کړی و، خو د ده په وینا، اوس د هند په اړه له څرګندونو پرته د پاکستان د حکومت ډېری دریځونه د طالبانو د حکومت له مخالفو افغانانو سره ورته والی لري.
صالح په یوه تازه بیان کې پوښتنه کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د پاکستان په دریځ کې څه بدلون راغلی دی.
هغه وايي، یوازې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه د دې بدلون د وضاحت لپاره بسنه نه کوي، ځکه په وینا یې دغه ډله لا په ۲۰۲۳ کال کې هم فعاله وه.
صالح ویلي، دی د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د پاکستان پر څرګندونو خپله نیوکه هم وړاندې کړې وه او ټینګار یې کړی چې افغانان د اسلاماباد د دریځ د بدلون د لاملونو د وضاحت غوښتلو حق لري.
هغه زیاته کړې چې پاکستان باید د دې بدلون په اړه افغان خلکو ته وضاحت ورکړي.

