د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني به د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۳مې ترکیې ته سفر وکړي او په انقره کې به د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.
د کاناډا د لومړي وزیر دفتر وايي، دواړه مشران به د دوهاړخیزو اړیکو ترڅنګ د انرژۍ، کانونو، اقلیم، دفاع او امنیت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
کارني به په استانبول کې له ترکي سوداګرو او پانګهوالو سره هم وګوري، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او پانګونې اړیکې پراخې شي.

