سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
Homeامنیتدېره اسماعیل خان کې د ګمرک څلور چارواکي او یو پولیس وژل...

دېره اسماعیل خان کې د ګمرک څلور چارواکي او یو پولیس وژل شوی

د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې نن په دوو جلا وسله‌والو بریدونو کې د ګمرک څلور چارواکي او یو د ترافیک پولیس وژل شوی دی.

د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې، وسله‌والو لومړی د فدرالي عوایدو ادارې پر چارواکو ډزې وکړې او وروسته یې د لویې لارې د ترافیک پولیسو پر یوه موټر برید وکړ.
د دواړو پېښو عاملان له سیمې تښتېدلي دي.

د دېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ضیاالدین احمد د ګمرکي چارواکو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پېښو په اړه پلټنې روانې دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت خراب شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here