چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
HomeUncategorizedشینکۍ کړوخېل: د سیوان د سولې ماموریت پر مهال هر لوري خپلې...

شینکۍ کړوخېل: د سیوان د سولې ماموریت پر مهال هر لوري خپلې ستراتیژیکې ګټې تعقیبولې

کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل د بنون سیوان د مړینې په درشل کې حماسه مېډیا ته ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني استازي بنون سیوان د سولې ماموریت هغه مهال پیل شو چې د افغانستان د سیاسي حل لپاره ډېر ناوخته شوی و.

کړوخېل وايي، که د افغانستان د سولې بهیر د جنیوا تړونونو پر مهال پیل شوی وای، باید د شوروي ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د افغانستان کورنۍ ستونزه هم هواره شوې وای.

د هغې په وینا، که څه هم امریکا، پاکستان، روسیې او د ډاکټر نجیب‌الله حکومت په ظاهره د سیوان له سولې پلان ملاتړ کاوه، خو هر لوري خپلې ستراتیژیکې ګټې تعقیبولې او د پلان د عملي کېدو لپاره کافي محاسبه نه وه شوې.

کړوخېل زیاتوي، د جنرالانو له خوا له احمدشاه مسعود سره د ائتلاف او د پاکستان او ایران له لوري د خپلو ملاتړ شویو ډلو د پیاوړتیا له امله د سولې پلان له جدي خنډونو سره مخ شو چې په پایله کې د نجیب‌الله حکومت کمزوری او کابل سقوط شو.

هغې ټینګار کړی چې د دغې تجربې مهم درس دا دی چې افغانان باید د شخصي او ډله‌ییزو ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here