د پاکستان چارواکو اسلاماباد ته د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو د احتمالي لاریون د مخنیوي لپاره د بار وړونکو کانتینرونو په وسیله د پلازمېنې مهمې لارې تړلې دي.
ټاکل شوې چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریون سبا د اکتوبر په ۴مه ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د اسلاماباد پر لارو له شګو ډک او یو له بل سره ویلډ شوي کانتینرونه ایښودل شوي دي. چارواکو د سپټمبر په میاشت کې له ۲ زرو ډېر بار وړونکي موټرونه هم درولي یا یې د کانتینرونو د لېږد لپاره غوښتي دي چې ګڼ شمېر یې له بار سره څو ورځې پاتې شوي دي.
د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، د خپلو موټرو او کانتینرونو د نیول کېدو له وېرې پنجاب ته سفر نه کوي.
د دې وضعیت له امله د کراچۍ په بندر کې کانتینرونه راټول شوي او اسلاماباد، راولپنډۍ، پېښور، جهلم او اټک ته د بار وړلو لارې اغېزمنې شوې دي.
د کراچۍ د بار وړونکو موټرو د ټولنې مشر رانا محمد اسلم ویلي، د نیول شوو کانتینرونو د ځنډ ورځنی لګښت د یوه کانتینر لپاره له ۳۰ تر ۴۰ زره پاکستانۍ روپیو پورې رسېږي. هغه خبرداری ورکړی چې که د بار وړونکو ستونزې حل نه شي، دوی به هم پر اعتراض لاس پورې کړي.

