شنبه, اکتوبر 3, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ: که جمهوري غوښتونکي ټاکنې وګټي، بالغو امریکایانو ته به ۵۰۰۰ ډالر...

ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي ټاکنې وګټي، بالغو امریکایانو ته به ۵۰۰۰ ډالر ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، که جمهوري غوښتونکي د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګه او سنا دواړه وساتي، د امریکا هر بالغ وګړي ته به ۵۰۰۰ ډالر ورکړي.

د نوموړي د دې طرحې د عملي کېدو لپاره تر اوسه بشپړ مالي او قانوني جزییات نه دي وړاندې شوي. د راپورونو له مخې، د ټولو بالغو امریکايي وګړو لپاره د ۵۰۰۰ ډالرو ورکول شاوخوا ۱.۲ ټریلیون ډالر لګښت لرلی شي.

ټرمپ همداراز له خپلو پلویانو غوښتي چې د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. نوموړي ویلي، جمهوري غوښتونکي باید ټاکنې وګټي او له خلکو یې غوښتي چې په هر صورت رایه ورکړي.

د ۲۰۲۶ کال د امریکا منځمهاله ټاکنې د نومبر په ۳مه ترسره کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here