د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د یووالي ورځې په مناسبت د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ویلې او د لا ډېرې سوکالۍ او هوساینې هیله یې ورته کړې ده.
کرزي په یوه پیغام کې جرمني د افغانستان «تاریخي او ارزښتناک ملګری» بللی او له افغانستانه یې د دغه هېواد د اوږدمهاله ملاتړ لپاره مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، هیله لري چې د جرمني خلک په راتلونکې کې لا ډېره سوکالي او هوساینه ولري.

