د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره روانه جګړه ښايي «ډېره ژر، ښايي د نومبر د منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته» پای ته ورسېږي.
ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د الاباما ایالت په موبایل ښار کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال کړې دي.
نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه مشخصه نېټه یا د هوکړې جزییات نه دي وړاندې کړي.
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو هڅې له ستونزو سره مخ دي او په ورته وخت کې د هرمز تنګي شاوخوا وضعیت هم ترینګلی دی.

