په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو پوځي نښتو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې سفارت په اېکس کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو روان پوځي تقابل ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، اغېزمنوي.
سفارت زیاته کړې چې د اکتوبر په لومړۍ شپه د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

