د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني وايي، د نیویارک له فلسطین الاصله وګړو سره یې د بروکلین په «بیت المقدس اسلامي مرکز» کې د جمعې په لمانځه کې ګډون کړی دی.
ممداني په اېکس کې لیکلي چې د نیویارک له فلسطیني وګړو سره په دې جومات کې د جمعې په لمانځه کې ګډون ورته د ویاړ ځای و.
نوموړي له نیویارک ښار سره د فلسطیني ټولنې د اوږدې تاریخي اړیکې په اړه ویلي چې د دوی «ریښې په ښار کې ژورې تللې دي» او له یوې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې بېلابېل نسلونه یې په دغه ښار، په ځانګړي ډول د بې ریج په سیمه کې ژوند کوي.
د «بیت المقدس اسلامي مرکز» د نیویارک د بروکلین د بې ریج په سیمه کې موقعیت لري.

