شنبه, اکتوبر 3, 2026
Homeافغانستانمتقي له روزماري ډیکارلو سره د پاکستان د بریدونو او افغانستان کې...

متقي له روزماري ډیکارلو سره د پاکستان د بریدونو او افغانستان کې د همکاریو په اړه خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او د سولې ټینګښت چارو له مرستیالې سرمنشي روزماري ډیکارلو سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر وضعیت، بشري مرستو، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر اړتیاوو او د هغوی د دوامداره بیا ادغام په اړه خبرې شوې دي.

د وزارت په وینا، دواړو لورو د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان پر ځانګړو اړتیاوو، سیمه‌ییز وضعیت او د دوحې پروسې اړوند د نوو فرصتونو پر موندلو هم خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو هم اندېښنې شریکې شوې او د ملکي وګړو د ساتنې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې، رباب فاطمې، د راتګ او له نوموړې سره د لازمې همغږۍ او همکاریو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here