د امریکا دفاع وزارت د رېتایون شرکت ته د امریکا سمندري ځواکونو لپاره د SM-6 دفاعي توغندیو د تولید په موخه د پنځو کلونو لپاره د ۲۴.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت قرارداد ورکړی دی.
د امریکا دفاع وزارت په وینا، دغه قرارداد دوه اضافي کلونه هم پوښلی شي او موخه یې د امریکا د توغندیو د دفاع او بریدونو لپاره د SM-6 دوامداره تولید دي.
دا قرارداد داسې مهال شوی چې واشنګټن غواړي د منځني ختیځ د جګړو له امله د خپلو کم شویو وسلو زېرمو د بېرته پیاوړتیا لپاره د مهماتو تولید زیات کړي.
خو د وسلو د صنعت چارواکي وايي، د امریکا کانګرس لا هم د دغو قراردادونو لپاره اړینې بودیجې نه دي ځانګړې کړي چې له امله یې د تولید د پراخولو په برخه کې د ځنډ احتمال شته.

