جمعه, اکتوبر 2, 2026
Homeکورپاڼهامریکا د SM-6 توغندیو د تولید لپاره رېتایون ته ۲۴.۴ میلیارد ډالرو...

امریکا د SM-6 توغندیو د تولید لپاره رېتایون ته ۲۴.۴ میلیارد ډالرو قرارداد ورکړ

د امریکا دفاع وزارت د رېتایون شرکت ته د امریکا سمندري ځواکونو لپاره د SM-6 دفاعي توغندیو د تولید په موخه د پنځو کلونو لپاره د ۲۴.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت قرارداد ورکړی دی.

د امریکا دفاع وزارت په وینا، دغه قرارداد دوه اضافي کلونه هم پوښلی شي او موخه یې د امریکا د توغندیو د دفاع او بریدونو لپاره د SM-6 دوامداره تولید دي.

دا قرارداد داسې مهال شوی چې واشنګټن غواړي د منځني ختیځ د جګړو له امله د خپلو کم شویو وسلو زېرمو د بېرته پیاوړتیا لپاره د مهماتو تولید زیات کړي.

خو د وسلو د صنعت چارواکي وايي، د امریکا کانګرس لا هم د دغو قراردادونو لپاره اړینې بودیجې نه دي ځانګړې کړي چې له امله یې د تولید د پراخولو په برخه کې د ځنډ احتمال شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here