ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وايي، د طالبانو په اړه د پاکستان د پالیسۍ له هر ډول دریځ پرته، د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون له مخې یو اساسي مکلفیت دی.
صیقل ویلي، هر هغه اقدام چې د ملکي وګړو د بې توپیره زیان لامل کېږي، باید سمدستي ودرول شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د باثباته او خوندي افغانستان لپاره باید د خلکو له خوا د ټاکل شوي «مشروع او استازي حکومت» د بېرته رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ وشي او د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی وشي.

