جمعه, اکتوبر 2, 2026
Homeافغانستانمعصوم ستانکزی: پاکستان به د افغانستان پر ضد په روانه پالیسۍ ځان...

معصوم ستانکزی: پاکستان به د افغانستان پر ضد په روانه پالیسۍ ځان تباه کړي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي پر کونړ او هلمند د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان به د افغانستان پر وړاندې په روانه ناکامه پالیسۍ سره «ځان تباه کړي.»

ستانکزي پر اېکس د طالبانو پر مشر او نورو طالب چارواکو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی «پر خوله مهر لګېدلی» او د پاکستان د بریدونو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پر وړاندې چوپ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې یوازې په پیغامونو نه حل کېږي او د پاکستان د مداخلې د مخنیوي لپاره باید افغانان سره یو موټی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here