د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د معلوماتو له مخې، په سپټمبر کې په پاکستان کې ۲۲۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي چې د اګست په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو بریدونو له امله ۲۵۹ کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان شوي دي. د امنیتي ځواکونو ۱۰۳ غړي هم وژل شوي دي.
یاد انسټیټوټ وايي، په سپټمبر کې د وسلهوالو پېښو له امله ۷۲ کسان تښتول شوي چې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړه میاشتنۍ کچه ده.

