جمعه, اکتوبر 2, 2026
Homeامنیتقطر ترکیې او اسلامي هېوادونو پر مدینه د حوثیانو برید وغانده

قطر ترکیې او اسلامي هېوادونو پر مدینه د حوثیانو برید وغانده

قطر، ترکیې، د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر عربي هېوادونو د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د حوثیانو له لوري د ملکي بنسټونو او د رسول الله (ص) جومات ته د برېښنا رسولو پر مرکز د برید غندنه کړې ده.

د قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین، کویټ، اردن، عربي اتحادیې او اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼو کې دغه برید د سعودي عربستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر اسلامي سپېڅلو ځایونو هر ډول برید رد شوی دی.

ترکیې ویلي چې دغه ډول بریدونه د سعودي عربستان امنیت او حاکمیت ګواښي او باید سمدستي او بې‌قیدوشرطه ودرول شي.

قطر هم ټینګار کړی چې د سعودي عربستان امنیت د دغه هېواد د خپل امنیت او د خلیج د ګډ امنیت برخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here