جمعه, اکتوبر 2, 2026
Homeافغانستاند افغانستان ـ امریکايي پوهنتون لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو بودیجه رد...

د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو بودیجه رد شوې

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو د بودیجې غوښتنه رد کړې ده.

راپور وايي، دغه پوهنتون اوس شاوخوا زر زده‌کړیالان لري چې ټول یې آنلاین زده‌کړې کوي.

د زده‌کړیالانو شاوخوا ۷۵ سلنه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د پوهنتون رئیس ډیویډ اډوارډز اندېښنه ښودلې چې د بودیجې نه منظورېدل ښايي د سلګونو افغان ښځینه زده‌کړیالانو د زده‌کړو پر دوام اغېز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here