د هرات او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
دغه تړونونه د طالبانو د حکومت د هرات د والي شیخ مولانا اسلامجار، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ځانګړي استازي یرکین توکوموف او د دواړو لورو د سوداګرو په حضور کې د یوې سوداګریزې ناستې پر مهال لاسلیک شول.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس یونس قاضيزاده ویلي، قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو دی او د افغانستان د اړتیا وړ د غنمو او اوړو یوه لویه برخه له دغه هېواده واردېږي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

