شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeافغانستانهند: د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوې باید د نړیوالې پاملرنې تمرکز...

هند: د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوې باید د نړیوالې پاملرنې تمرکز وي

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر ویکرم میسري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوو ته رسېدنه باید د نړیوالې پاملرنې مهمه برخه پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې په لیدنه کې همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د رول ستاینه شوې او هند د دې ادارې لپاره د خپلې دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here