د هند استازې پیتال ګهلوت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ولسمشر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان پر امنیتي او سیاسي وضعیت سختې نیوکې کړې دي.
ګهلوت ویلي، د پاکستان ولسمشر په داسې وخت کې څرګندونې وکړې چې نړۍ د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریز برید د ۲۵مې کلیزې په درشل کې ده او د دغه برید اصلي طرحه کوونکی اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ د مهمې اکاډمۍ په دروازه کې اوسېده.
هغې د پاکستان پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اصلي واک د پوځ په لاس کې دی او سیاسي مشران یوازې بدلېږي، خو د پرېکړو اصلي واک له پوځ سره پاتې کېږي.
د هند استازې د پاکستان د لږکیو د وضعیت په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې نړۍ په دې اړه معلومات لري او تشې ویناوې حقیقت نه شي بدلولی.
ګهلوت د کشمیر موضوع ته په اشارې ویلي، که د کشمیر په اړه خبرې کېږي، نو باید د پاکستان تر واک لاندې جمو او کشمیر وضعیت هم وڅېړل شي. هغې د راولاکوټ د خلکو د وژنو، تاوتریخوالي او د حقونو د محدودیتونو ادعاوې مطرح کړې.
نوموړې همداراز ویلي چې هند به د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع حق وکاروي او د هغې په وینا د پاکستان له لوري دوامداره ترهګریز فعالیتونه به «پایلې» ولري.
د هند استازې په پای کې ټینګار کړی چې د پاکستان ترهګري، فریب او دوهګونی چلند نه د پاکستان او نه هم د نړۍ په ګټه دی.

