د پاکستان حکومت د عمران خان د پلویانو د سپټمبر ۲۷مې لاریون په درشل کې اسلاماباد ته پر غځېدلو لارو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا او پنجاب ترمنځ پر اټک پل فلزي اغزي لګول شوي او له ۲ زرو ډېر کانتینرونه د پلازمېنې پر لارو ځای پر ځای شوي دي.
ویل کېږي، یوازې په اټک کې شاوخوا ۳۰ زره امنیتي سرتېري ځای پر ځای کېږي او روغتونونو ته هم د احتمالي ګڼو تلفاتو لپاره د چمتووالي سپارښتنه شوې ده.

