د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه یوه پاکستانۍ پوسته د دوی د ځواکونو په ډزو کې «ویجاړه او مجازات» شوې ده.
یاد وزارت وزارت په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، په دې نښته کې د دوی ځواکونو ته هېڅ ډول مرګژوبله او زیان نه دی اوښتی.
دغه وزارت د پاکستاني لوري هغه ادعاوې چې په دې اړه خپرې شوي، «پروپاګند» بللي او رد کړې یې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې او ډزو راپورونه ورکړل شوي وو او پاکستاني لوري طالب ځواکونو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې.

