چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeکورپاڼهنیویارک کې د نتانیاهو پر ضد لاریون؛ یو شمېر کسان نیول شوي

نیویارک کې د نتانیاهو پر ضد لاریون؛ یو شمېر کسان نیول شوي

د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې پر مهال له ۱۰۰ ډېر کسانو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو د فلسطین، لبنان او ایران د بمبارۍ د درولو او اسرائیلو ته د امریکا د وسلو د ملاتړ د بندولو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، پولیسو یو شمېر لاریون کوونکي نیولي او له سیمې یې لېږدولي دي.

په لاریون کې امریکايي اداکارې سوزان ساراندون هم ګډون کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here