د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې پر مهال له ۱۰۰ ډېر کسانو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی دی.
لاریون کوونکو د فلسطین، لبنان او ایران د بمبارۍ د درولو او اسرائیلو ته د امریکا د وسلو د ملاتړ د بندولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، پولیسو یو شمېر لاریون کوونکي نیولي او له سیمې یې لېږدولي دي.
په لاریون کې امریکايي اداکارې سوزان ساراندون هم ګډون کړی و.

