له کندهاره ځایي سرچینو په ټولنیزو رسنیو د تازه وېډیوګانو په خپرولو سره خبر ورکړی چې نن مازدیګر له لمر پرېواته سره د کندهار د سپین بولدک او شورابک ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښه شوې.
سرچینو همداراز ویلي، د چمن ـ سپین بولدک پر پوله هم د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.
تراوسه د طالبانو او پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

