پنجشنبه, سپتمبر 24, 2026
Homeافغانستانخلیلزاد: پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه او د خپلو خلکو پر...

خلیلزاد: پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه او د خپلو خلکو پر وړاندې زور کارونه تړلې غمیزې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې د پاکستان له خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو او د پاکستان دننه د زور کارونې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خلیلزاد ویلي، پر افغان ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونه او د پاکستان دننه د ملکي وګړو پر وړاندې د مخ زیاتېدونکې زور کارونه له یو بل سره تړلې غمیزې دي چې د دواړو هېوادونو پر خلکو تپل شوي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان اوسنۍ تګلاره د خپلو کورنیو بحرانونو د حل او له افغانستان سره د اړیکو په مدیریت کې پایله نه لري او اسلام‌اباد باید خپله ستراتیژي بدله کړي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان د کورني وضعیت د بدلون کومې نښې نه ویني او زیاته کړې یې ده چې د پاکستاني وګړو پر وړاندې د زور کارونې له امله اوسنيو شرایطو ته په کتو، ښايي په راتلونکو ورځو کې حالت لا خراب شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here