دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeسیمهایران: که امریکا برید وکړي، پر وړاندې به یې نوې حیرانوونکې وسلې...

ایران: که امریکا برید وکړي، پر وړاندې به یې نوې حیرانوونکې وسلې وکاروو

د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، که امریکا پر ایران بیا برید وکړي، تهران به په خپلو دفاعي او ځوابي عملیاتو کې د پام وړ بدلونونه راوړي.

محبي له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ایران به د جګړې په ډګر کې نوې وسلې او پوځي وړتیاوې وکاروي او په وینا یې، «نړۍ به د دغو وړتیاوو له لیدلو حیرانه شي.»

هغه زیاته کړې چې د ایران احتمالي نوي پوځي اقدامات به یوازې د پخوانیو هدفونو پر ضد نه وي، بلکې تهران نوي هدفونه هم په پام کې لري چې تر اوسه پرې برید نه دی شوی.

د سپاه پاسداران ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا کړکېچ ورځ تر بلې سختیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here