دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeټکنالوژيچین د انسان‌نما روبوټونو د شرکتونو د ونډو پلور بهیر ورو کوي

چین د انسان‌نما روبوټونو د شرکتونو د ونډو پلور بهیر ورو کوي

چینايي تنظیموونکو د انسان‌نما روبوټ جوړونکو شرکتونو د ونډو د لومړني پلور (IPO) بهیر ورو کړی، ځکه اندېښنه لري چې د دغو شرکتونو لوړې ارزونې او عواید ښايي د واقعي بازار له غوښتنې سره برابر نه وي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دې پرېکړې یو لامل د Unitree Robotics شرکت د ونډو بې‌ثباتي پیل بلل شوې؛ د دغه شرکت ونډې د شانګهای په بازار کې له داخلېدو وروسته له پنځه برابرو ډېرې لوړې شوې، خو وروسته د خپل لوړ حد په پرتله شاوخوا ۵۵ سلنه راولوېدلې.

راپور وايي، چینايي چارواکي اوس ارزوي چې د روبوټونو شرکتونو عایدات تر کومه حده پر واقعي سوداګریزې غوښتنې ولاړ دي او څومره برخه یې د حکومت له ملاتړ شویو پروژو ترلاسه کېږي.

د صنعت ځینې کسان وايي، که د دولتي ملاتړ لرونکو پروژو عایدات له محاسبې لېرې شي، د ځینو روبوټ جوړونکو شرکتونو ارزښت ښايي له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کم وښودل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here