راپورونه ښيي چې پاکستان په خپل وروستي هوايي برید کې پر افغانستان امریکايي ساخت Mk82 بم کارولی دی.
د برید په سیمه کې د دغه بم د لارښوونې سیستم یوه ټوټه موندل شوې چې د Mk82 عمومي موخې بم پورې تړاو لري.
ویل کېږي، دا ټوټه د هغه بم برخه ده چې د نن سهار په برید کې کارول شوی دی.
اېمکی-۸۲ د امریکا جوړ شوی عمومي موخې بم دی چې د پوځي عملیاتو لپاره کارول کېږي.
تر اوسه د پاکستان حکومت یا پوځ پر افغانستان د وروستیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

