یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeاقتصادد ایران د کورنیو چارو وزارت: د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

د ایران د کورنیو چارو وزارت: د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، په هېواد کې د بیو د دوامدار لوړوالي له امله خلک اندېښمن دي او چارواکي د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

د دې وزارت ویاند علي زیني‌وند ویلي، ایران له لسیزو راهیسې د لویدیځو بندیزونو له امله له اقتصادي فشارونو سره مخ دی او د بیو لوړوالي د خلکو پر ژوند اغېز کړی دی.

نوموړي ویلي، له جګړې وروسته د زیانمنو شویو ملکي بنسټونو بیارغونه د ایران د حکومت له مهمو لومړیتوبونو ده.

هغه زیاته کړې چې د استوګنیزو کورونو او عامه خدمتونو د مرکزونو رغول، د غیر ضروري دولتي پروژو تر پیل مخکې ترسره کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هرمزګان او ګلستان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نږدې ۷۵ زره کورونه، ځینې زیربناوې او نښلوونکي پلونه د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here