یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeسیمههند کرکټ بورډ: د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اسیا جام ټرافۍ به...

هند کرکټ بورډ: د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اسیا جام ټرافۍ به ډېر ډېر زر ترلاسه کړو

د هند کرکټ بورډ (BCCI) سکرتر دېواجیت سېکیا ویلي، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اسیا جام دواړه ټرافۍ به ډېر ېر د دغه بورډ دفتر ته انتقال شي.

هند په وروستیو دوو اسیا جامونو کې د نارینه‌وو او ښځینه‌وو اتلولي ګټلې، خو دواړه ټرافۍ لا تر اوسه د هند لوبډلو ته نه دي سپارل شوې.

د اسیا جام د ټرافیو موضوع هغه مهال جنجالي شوه چې هندۍ لوبډلو د اسیايي کرکټ شورا (ACC) او د پاکستان کرکټ بورډ له مشر محسن نقوي د ټرافۍ اخیستل رد کړل.

د هند د کرکټ بورډ سکرتر ویلي وو چې هند نه غواړي ټرافي د محسن نقوي له لاسه واخلي، ځکه نوموړی د پاکستان د حکومت رسمي چارواکی هم دی. وروسته محسن نقوي ټرافي له ځان سره وساتله او د سپارلو بهیر وځنډېد.

هند تېر کال د نارینه‌وو اسیا جام کې او سږکال د ښځینه‌وو اسیا جام کې اتلولي وګټله، خو د جایزې د مراسمو پر مهال د ټرافۍ د سپارلو موضوع ناندریزه شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here